چې حاصل راته په برخه سعادت ستا د مدحت دے
چی دا مې ته ئې وسیله ځکه په ما د خدائے رحمت دے
تصور کښې مې تندے دے ستا درشل ته رسولے
راته دغه فقيري زياته له تخت د سلطنت دے
چې کوم چاوے ځورولې د نبي حديث موجود دے
په هغوې د خدائے عذاب دے په هغوی د خدائے لعنت دے
د رسول د خولې فرمان دے ته زما د ځان حصه ی
څوک چې ځان امتي بولي پرې واجب ستا محبت دے
تور مخونه به ولاړ وي په حساب د محشر ورځي
په دنیا کښې تاسره چې کوم چا کړئے عداوت دے
في لاريب هغه څوک به د جهنم په لمبو سوزي
کوم یو چا چې دلته تاته رسولي اذیت دے
که هر څومره توبه کار شي خپلو کړو باندې پښيمان شي ستا دښمن خو آخرت کښې هم محروم له شفاعت دے
د بابا جگر گوشه ی ته بتول ئ صديقه ئ
تل د صبر شکر کړے په خپل ژوند کښې په غربت دے
ستا احسان چې فراموش کړي مسلمان به بې وفا وي
دا اسلام چې نن قائم دے ستا د ذات په بدولت دے
ستا بابا روح الامین دے ستا خاوند امام مبین دے
اے بي بي خلد برین ستا د زامنو ملکیت دے
ستا د ذات په فضيلت خو گواهي د انما دے
لویه برخه ستا د ژوند خو په تقوي او تلاوت دے
بي ركوعه بې سجوده ستا په یاد کښې نمونځ ادا کړم
دستا ذکر ما د پاره لوئے ثواب د عبادت دے
حسنين چې په جهان کښې بې مثال او بې ثاني دي
ستا د مينې خاصیت دے ستا د غیږې تربیت دے
فاطمه چی اذيت كړي لکه ما چې اذيت کړي
زمانې نه د نبي د خولې تاکید او وصیت دے
د سائيل په جامه راشي جبرائیل هم د ستا درته
د ستا څومره لویه برخه د ستا څومره شان اوچت دے
تاسره می ټول نسبت دی ته مرکزی ته محوری
نبوت که ولایت دے که بې مثله امامت دے
په دانې دانې د ذكرئ مشغول واړه عالم دے
دا تسبیح په حقيقت کښې ائے بي بي د ستا سنت دے
که بابا د ستا قرآن دے پکښې ته سوره یٰسین ئ
اعتراف کښې ټول عالم د ترابده د عصمت دے
دین اسلام که نن موجود دے په سبب ستاد وجود دے
ستا گفتار او ستا کردار خو سرمایه د شریعت دے
تقدس او طهارت دې د قرآن کلام رڼا کښې
ستا صورت په حقیقت کښې د پاکوالي علامت دے
گنهکاریم روسیاه يم زه روشن دې امیدواریم
د کرم نظر خواستگاریم ستا اختیار کښې شفاعت دے


