جانانه ستا کوڅې نه صبرولے نه شم زړه
په هیڅ صورت ئې زۀ ایسارولے نه شم زړه
په خوښه چې دې وړلو اوس ئې ولې غورځوې
صفا به دې وئيل چې زه ساتلے نه شم زړه
چې بل دردمند د پاره پکښې نه لری څۀ درد
هغه ته خو زه هیڅ کله وئیلے نه شم زړه
دروړم ئې په ګوګل کښې ښۀ صحيح او سلامت
خو روغ ستا د محفل نه بهرته وړلے نه شم زړه
روشنه دا خپل زړه به زړۀ اونه کنم هرگز
په غم نې د غمژن چې زورولے نه شم زړه
