کۀ سمه ژوبله ژوبله ده سپين غر په وینو سُور دے
د زړۀ سره سره مي هم ځيګر په وینو سُور دے
د نور وجود ئې څۀ کوې تپوس د پرهرونو
چې زړۀ د پښتونخوا دے پیښور په وینو سُور دے
شاعر يمۀ د شوق سترګه په څه باندې خوړه کړم
زما د سیمې هر ښکلے منظر په وینو سور دے
حالات راته راوړی پرله پسې چې ده غم زېری
د ژوند هر یو سحر او ماذیګر په وینو سور دے
چې زړونونه د مينې کډې لاړې نو دا ځکه
ګرېوان په وینو سور دے د چا سر په وینو سور دے
روشنه د مئينو پیغامونه ځکه نشته
لمبې په چينار پورې دی ګودر په وینو سور دے
